پاکستاني پولیسو پېښور ته ورغلي افغان هنرمندان نیولي او زندان ته یې اچولي

پاکستاني پولیسو پېښور ته ورغلي افغان هنرمندان نیولي او زندان ته یې اچولي


  • 2 کاله دمخه (29/05/2022)
  • سمسور
  • 943

سمسور (۸غبرګولی۱۴۰۱) یو شمېر افغان هنرمندان، چې د تېر حکومت تر سقوط وروسته یې پاکستان ته پناه وړې وه، پېښور کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي. 

د رسنیو د راپورونو له مخې، په پېښور کې دغه افغان هنرمندان تر نیولو کېدو وروسته زندان ته وړل شوي دي. 

د پاکستاني هنرمندانو ټولې په دې اړه اعتراض پيل کړی او ویلي یې دي، چې پاکستان یاد افغان هنرمندان اسلامي امارت ته سپاري.

د پېښور پولیسو ویلي چې یاد څلور افغان هنرمندان یې په هغه هیواد کې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیولي دي. 

د نیول شویو افغان هنرمندانو نومونه، ندیم شاه، نویدالله، سعیدالله او اجمل ښودل شوي دي.

پر افغانستان د نوي حکومت تر حاکمیت وروسته ویل کېږي، چې ګڼ شمېر افغان هنرمندانو پاکستان او ځینو نورو هېوادونو ته پناه وړې ده.