کابینې پکتیا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره بېړنۍ غونډه رابللې

کابینې پکتیا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره بېړنۍ غونډه رابللې


  • 2 کاله دمخه (22/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 684

سمسور (۱چنګاښ۱۴۰۱) د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په غونډه کې له زلزله ځپلو سره د خواخوږي ترڅنګ ټولو اړونده ارګانونوته دنده سپارل شوې، چې د زلزله ځپلو سیمې ته عاجل ټیمونه ولېږي.

نوموړی ویلي، چې لارښونه شوې، چې د غذایې موادو، البسې، درملو او نورو اړینو توکو د رسولو او ټپیانو د انتقال لپاره دې د هوایي او زمیني ترانسپورت څخه کار واخستل شي. 

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله د لومړنیو معلوماتو په اساس ۲۹۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

بل‌خوا؛ د دفاع وزارت وايي، چې د دوی ژغورونکي ټېمونه سمې ته رسېدلي او روغتونونو ته یې د ټپیان د انتقال چارې پیل کړي دي.