سمسور (۳چنګاښ۱۴۰۱) په افغانستان کې له وروستۍ زلزله ځپلو سره د مرستې په دوام اروپايي ټولنې له افغان زلزله ځپلو سره د یو میلیون یورو مرستې اعلان کړی دی.
اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د اغېزمنو افغانانو د لومړنیو اړتیا پوره کولو لپاره یې یو میلیون یورو بشردوستانه مرسته ځانګړې کړې ده.
د اعلامیې لهمخې، په دې مرسته کې لومړني روغتیايي خدمات، د څښاک پاکې اوبه، سر پناه، د حفظ الصحې امکانات او د زیانمنو شویو کسانو لپاره د ساتنې خدمات برابرول شامل دي.
اروپايي ټولنې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د سختې زلزلې امله د دغه هیواد بشري ناورین لا پسې پراخ شوی دی.
درې ورځې مخکې په پکتیکا او خوست کې سخته زلزله رامنځ ته شوه، چې نږدې ۱۰۰۰ کسان یې ووژل او څه نا څه ۳۰۰۰ نور یې ټپیان کړل.