متقي: هېڅوک نور د چا حقونه تر پښو نه‌شي لاندې کولای

متقي: هېڅوک نور د چا حقونه تر پښو نه‌شي لاندې کولای


  • 2 کاله دمخه (12/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 912

سمسور نیوز (۲۰تله۱۴۰۱) د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپورونکي «ریچارډ بنیټ» سره په کتنه کې ویلي، چې جنګسالاران، انسان‌ تښتوونکي او غاصبین نور د چا حقونه تر پښو نه‌شي لاندې کولای.

ښاغلي متقي په دې کتنه کې ویلي، چې د نیوکو پرځای باید یو له بل سره همکاري او په ګډه کار وشي. 

نوموړي زیاته کړې، چې د ا.ا مشر حکومتي مسؤلین هڅوي، چې له خلکو سره ښه چلند وکړي او د هغوی حقونه ورکړي.

د یادونې ده، چې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ریپورټر «ریچارډ بنیټ» ماموریت یو بل کال لپاره هم غځېدلی دی.