سمسور نیوز (۲۱تله۱۴۰۱) د رئیس الوزار اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د «افغانستان او سیمه ییز اتصال؛ فرصتونه او ننګونې» تر سرلیک لاندې سیمینار کې ویلي، چې سیمه او نړۍ باید د افغانستان د اوسني امنیت ملاتړ وکړي او ګټه ترې واخلي.
نوموړي د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لوري د ارګ په سلام خانه کې جوړ شوي علمي سیمینار کې ویلي، چې که افغانستان ناامنه شي، سیمه او نړۍ به ترې اغېزمنه شي.
په عین حال کې د اسلامي امارت ویاند ویاند ذبیح الله مجاهد له نړۍ سره د مثبتو سیاسي اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
مجاهد ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي، چې د هېواد اوسنۍ ستونزې اوارې شي.