سمسوړ نیوز (۹لېندۍ۱۴۰۱) د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په یو راپور کې ویلي، ښایي تر ۲۰۳۵ کاله پورې د چین اټومي وسلې څه باندې درې برابره او ۱۵۰۰ اټومي کوپړیو ته ورسېږي.
خو له دې سره، سره د چین د اټومي وسلو شمېر به د امریکا او روسیې تر اټومي وسلو کم وي، ځکه هر دغه هېواد په سل ګونه زره اټومي کوپړۍ لري.
د پنټاګون راپور کې زیاته شوې، چېزچین احتمالا هڅه کوي نوې اټومي کوپړۍ او د تولید داسې سیسمونه جوړ کړي، چې حد اقل د موثریت، اعتبار او بقا له پلوه د متحدو ایالتونو او روسیې د جوړېدونکو محصولاتو سره یوشان وي.
د چین هوایي ځواک، چې په نړۍ کې درېیم ستر هوایي ځواک بلل کېږي او اوس مهال څه باندې ۲۸۰۰ الوتکې لري هم د پرمختګ په حال کې دی.