سمسور نیوز (۸مرغومی۱۴۰۱) د کورنیو چارو وزارت وایي، اوس د دغو نویو جوړېدوونکو ولسوالیو لپاره د تشکیل پر جوړښت کار روان دی.
د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایي، دغه ۲۶ ولسوالۍ په ۱۲ بېلابېلو ولایتونو کې جوړېږي، چې له هغې ډلې پنځه داسې ولسوالۍ هم دي، چې پخواني جمهوري دولت په تشکیل کې زیاتې کړې وې او ملکي تشکیل یې ورکړی و؛ خو دوی به نظامي تشکیل هم ورکړي.
د ټکور په وینا، د دې پرېکړې په لاملونو کې د دغو ولسوالیو د مساحت او نفوس په ګډون د خلکو غوښتنې هم په پام کې نیول شوې.
خو تر اوسه معلومه نه ده، چې دا ولسوالۍ په کومو ولایتونو کې جوړېږي.
بل لورته د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي نور جلال جلالي هم د دې ولسوالیو د منظورۍ پرېکړه تائید کړې ده.