د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي چې د ځوان نسل، نجونو او هلکانو لپاره د زده کړو، ښوونې او روزنې زمینه برابرول د حکومت فریضه ده.
نوموړي له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې حکومت ته په کار ده، ترڅو خلکو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
ګلبدین حمکتیار که څه هم اوسنی حکومت ټول شموله بللی، خو ویلي یې دي چې په کور دننه باید د خلکو ارادو ته د احترام لپاره یوه شورا رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې هغه تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د نجونو پرمخ د زدهکړو بندول د توجیه وړ نه دي.