د ملګرو ملتونو راغلي پلاوي، له متقي سره د ښځو حقونو په اړه خبرې کړې

د ملګرو ملتونو راغلي پلاوي، له متقي سره د ښځو حقونو په اړه خبرې کړې


  • 2 کاله دمخه (19/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 675

سمسور نیوز (۲۹مرغومی۱۴۰۱) د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد په کابل کې له یو شمېر چارواکو سره کتلي دي.  

د ملګرو ملتونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د افغان ښځو او نجونو د تعلیم او کار په تړاو خبرې کړې دي.

خبر پاڼه زیاتوي، چې ښځو او نجونو ته د کار او تعلیم د حق په اړه ښکاره اجماع شته؛ خو دا جزیات نه‌دي ورکړل شوي چې اجماع په کومو برخو کې وه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي بیا پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ته ویلي، چې د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندلو، پر چارواکو یې د سفر د بندیزونو نه لغوه کېدو او بانکي محدودیتونو افغانان له ستونزو سره مخامخ کړي دي.