اقتصاد وزارت: د ښځینه کارکوونکو کار ته به بېرته اجازه ورکړل شي

اقتصاد وزارت: د ښځینه کارکوونکو کار ته به بېرته اجازه ورکړل شي


  • 2 کاله دمخه (23/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 578

سمسور نیوز (۳سلواغه۱۴۰۱) د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي، په نادولتي بنسټونو کې کار ته د ښځو د بېرته ستنېدو هڅې روانې دي.

نوموړی زیاتوي، په هغو بنسټونو کې چې د ښځو کار اړتیا ده، د کار اجازه به ورکړل شي.

نږدې دوه میاشتې کېږي، چې ښځې په نادولتي ادارو کې کار کولو ته له تللو منع شوې دي او یو شمېر مرستندویو بنسټونو د اسلامي امارت له دې پرېکړې وروسته، په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولې دي.

د دغه وزارت د ویاند عبدالرحمن حبیب څرګندونې په داسې حال کې دي، چې تر دې وړاندې د نړۍ ګڼو هېوادونو او سازمانونو له سرپرست حکومت غوښتنه کړې وه، چې د ښځو پر کار لګول شوی بندیز باید پای ته ورسوي.