مالیې وزارت د سیګار هغه راپور رد کړ چې ګواکې اسلامي امارت له مرستندویه موسسو څخه د لایسنس فیس، مالیاتو او ا داري لګښتونو په نوم پیسې تر لاسه کوي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړه د سیګار خپور شوی راپور له حقیقت لرې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، مالیې وزارت ټولو هغو موسسو ته مالیې معاف کړي چې په بشردوستانه برخه کې فعالیت کوي او دغه راز د دغو موسسو پر واردېدونکو توکو ګمرکي تعرفې هم صفر شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دوی یوازې له بهرنیو موسسو څخه په کمه اندازه لایسنس فیس اخلي چې د افغانستان په ملي عوایدو هیڅ اثر نه لري.
تر دې وړاندې د افغانستان د بیا رغوونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې یا سیګار په یو خپاره کړي راپور کې ویلي و چې اسلامي امارت له موسسو او یو شمېر خیریه بنسټونو څخه د مالیې، لایسنس فیس او اداري لګښتونو په نوم پیسې اخلي.