سمسور نیوز (۱۹سلواغه۱۴۰۱) په سویلي ترکيه او سوريه کې د ويجاړوونکې زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۷۹۰۰ لوړ شوی دی.
داسې ښکاري چې د زلزلې له امله تلفات زيات دي.
د ملګرو ملتونو يوه چارواکي ويلي، چې ښايي په زرګونو ماشومان مړه وي.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په لسو ولايتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
د ترکیې د ولسمشر مرستيال ولسمشر ويلي، چې په ترکيه کې د مړو شمېر ۵۸۹۴ ته رسېدلی دی او تر ۳۴ زره ډېر خلک ژوبل دي.
د سوريې د حکومت له وينا سره سم چې هلته لږ تر لږه ۲۰۳۲ کسان مړه شوي دي او زرګونه نور ټپیان او له نړېدلیو ودانیو لاندې دي.