محسن داوړ: افغانستان کې بل شوی اور به پاکستان کې هم بل شي

محسن داوړ: افغانستان کې بل شوی اور به پاکستان کې هم بل شي


  • 2 کاله دمخه (14/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 668

سمسور نیوز (۲۵سلواغه۱۴۰۱) د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ وايي، کوم اور چې په افغانستان کې بل شوی، دا به په ټوله سیمه کې بلېږي. 

محسن داوړ له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، چې دا اور پاکستان بل کړی او خپله به هم په همدې اور کې سوځېږي.  

ښاغلی داوړ د مذهبي اورپکو رامنځ ته کول د تېرو څلورو لسیزو راهیسې د پاکستان د پوځ هغه پالیسي ګڼلې، چې د افغانستان په وړاندې یې اختیار کړې ده او وايي، ټي ټي پي د هغې پالیسۍ پایله ده.

محسن داوړ یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان په ځینو سیمو کې د نا امنۍ پېښې ډېرې شوې دي.