د هند پخوانی افغان کرکټر سلیم دورانی د ناروغۍ له کبله وفات شو

د هند پخوانی افغان کرکټر سلیم دورانی د ناروغۍ له کبله وفات شو


  • 1 کال دمخه (02/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 631

سمسور نیوز (۱۳وری۱۴۰۲) د هند د کرکټ پخوانی الرونډر سلیم دورانی د سرطاني ناروغۍ له کبله د ۸۸ کلونو په عمر په ګجرات کې ومړ.   

د «اي‌اېس‌پي‌اېن کرېک‌انفو» وېب‌سایټ د راپور له مخې، په خټه افغان دغه هندی لوبغاړی د ۱۹۳۴ کال د ډېسمبر په ۱۱مه د افغانستان په پلازمېنې کابل کې زېږېدلی و.

‏سلیم دورانی د هند د ټېسټ لوبو چپ لاسی توپ‌وهونکی او ورو تو‌پ‌اچوونکی و او د هند لپاره یې په ۲۹ ټېسټ لوبو کې ۱۲۰۲ منډې جوړې کړې وې او په‌دې لوبو کې یې ۷۵ وېکټې هم اخیستې وې.

د افغان کرکټ لوبغاړو په ګډون د نړۍ ګڼو لوبغاړو د دوراني پر مړینه خواشیني ښودلې او دا یې د هند لپاره لویه ضایع بللې ده.