په پام کې ده چې راتلونکې پنج شنبه به د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران غونډه وکړي.
د روسیې ټاس خبري اژانس د خبر له مخې، یاده ناسته د اپریل پر دیارلسمه جوړیږي چې مشري به یې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف کوي.
د دې ناستې ګډونوال به د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران وي چې په افغانستان کې به د سیاسي، بشري، اقتصادي او ټولنیزو مسایلو، په تېره بیا له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره د مبارزې په تړاو خبرې وکړي.
لاهم په دې ناسته کې د اسلامي امارت د استازي د ګډون په اړه څه نه دي ویل شوي.