هلمند کې یوه سړي خپله مېرمن د تبر په ګوزارونو وژلې

هلمند کې یوه سړي خپله مېرمن د تبر په ګوزارونو وژلې


  • 1 کال دمخه (20/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 665

تېره شپه د هلمند موسی‌ کلا ولسوالي په «شباروز» سيمه کې یوه سړي خپله مېرمن وژلې ده.  

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض ویلي، چې دغه مېرمن د خپل خاوند له‌خوا په تبر وهل شوې او وژل شوې ده.   

محمد قاسم د پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی ښودلی. 

د هغه په خبره، قاتل د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او دا مهال تر پوښتنو لاندې دی.

تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر سیمو کې د کورنيو او نورو ستونزو له امله ورته پېښې رامنځته شوې دي.