ډبلیو اېف پي: سمدستي یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

ډبلیو اېف پي: سمدستي یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو


  • 1 کال دمخه (15/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 489

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د بودیجې د کمښت له امله د بشري مرستو رسونې چارې اغېزمنې شوې دي. 

د دې ادارې ویاند وحید الله اماني ویلي، دوی په سمدستي ډول یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، په ټول هېواد کې کورنیو خپلې ټولې زېرمې ختمې کړې دي او د دوی مرستې د خورا اړمنو کورنیو لپاره د ژوند وروستۍ کرښه ده.

ملګرو ملتونو ویلي، روان میلادي کال په افغانستان کې څه کم ۲۹ میلیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.