ټي ټي پي په یوه برید کې دوه پاکستاني پولیس وژلي

ټي ټي پي په یوه برید کې دوه پاکستاني پولیس وژلي


  • 1 کال دمخه (20/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 464

د تحریک «تال بان» پاکستان یا ټي ټي پي په یوه برید کې دوه پاکستاني پولیس وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.  

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې ټي ټي پي نن په پېښور ښار کې د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ، چې په ترڅ کې یې یاده مرګه ژوبله واړوله. 

د سیمې د پولیسو مشر ارشد خان ویلي، د بریدکوونکو د موندلو لپاره هڅه پیل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په یو بیان د دې برید مسوولیت منلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ، د پېښور په حیات اباد کې د یوه ځانمرګي برید پرمهال درې پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.