د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د تېلو یوه سرای کې د اورلګېدنې له امله ۷۵۰ زره افغانۍ زيان اوښتى دى.
د بلخ د اطفائیې مدیر عبدالمومن فیاض ویلي، چې دغه اورلګېدنه نن غرمه د مزارشریف ښار څلورمې ناحیې اړوند نواباد سیمه کې د حاجي عبدالحکیم تېلو سرای کې رامنځ ته شوه.
فیاض زیاته کړې، چې دغې اورلګېدنې د سرای مالک ته د ۷۵۰ زره افغانیو په ارزښت زیان اړولی؛ خو د یاد سرای د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت نور توکي د بلخ اطفائیې مدیریت له خوا ژغورل شوي دي.
هغه ويلي، چې په دې پېښه کې چاته ځاني زيان نه دى اوښتى او اور هم مړ شوى دى.