په سوېډن کې یو وار بیا د قرانکریم نسخې له سوځېدو سره سم د اسلامي همکاریو سازمان هېوادونو بېړنۍ ناسته کړې ده.
له یاد سازمان څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ناسته یې د ګډ دریځ نیولو لپاره کړې ده.
یادې ناستې ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر «فیصل بن فرحان» د ویډیویي کنفرانس له لارې ویلي چې دوی د قرانکریم سوځولو پېښې په کلکو ټکو غندي.
د اسلامي همکاریو سازمان له لوري هم په اعلامیه کې د نورو مقدساتو ته سپکاوی تېری بلل شوی او زیاته شوې چې دا چاره به نړیواله سوله له ګواښ سره مخ کړي.
دوی دا ناسته په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ یو وار بیا دوو تنو د سویډن په استکهلم ښار کې د پارلمان مخې ته د پولیسو په اجازه قرآن کریم ته اور اچولی.
تېره میاشت هم په سوډین کې د قرانکریم نسخې سوځول شوې وې.