د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې د روانې اګسټ میاشتې په ورستیو کې له پاکستان سره درې یو ورځنۍ سیالۍ کوي.
دا لوبې به د روانې اګېست میاشتې پر ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه د افغانستان په کوربهتوب په سریلانکا کې ترسره شي.
یادې سیالۍ د سریلانکا په دوه لوبغالو کې ترسره کېږي.
که څه هم تر دې وړاندې افغان لوبډلې له پاکستان څخه د درې شل اوریزو لوبو لړۍ ګټلې؛ خو دا لومړی ځل دی چې د یاد هېواد پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کوي.
د افغانستان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان هم له پاکستان سره د لوبو لپاره د چمتووالي په هدف د انګلستان په سل بالیزه لیګ کې د نه ګډون پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې په قطر، دوبۍ او هندوستان کې د لوبډلو کوربه توب کړی؛ خو دا لومړی ځل دی چې په سریلانکا کې د لوبډلو کوربه توب کوي.