کابل ته د پاکستاني علماوو راغلي پلاوي له حامد کرزي سره کتلي

کابل ته د پاکستاني علماوو راغلي پلاوي له حامد کرزي سره کتلي


  • 1 کال دمخه (16/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 481

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د محمد طیب قریشي په مشرۍ د پاکستان د علماوو له پلاوي سره کتلي دي. 

په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان پر حالاتو، اړیکو او په سیمه کې د امنیت او ثبات پر وړاندې پر شته گواښونو خبرې کړې دي. 

حامد کرزي د پاکستان خلک د افغانستان د خلکو گاونډي وروڼه بللي او هیله یې څرگنده کړه چې د پاکستان حکومت به افغانستان سره اړیکې د متمدنو معیارونو پر اساس وپالي. 

دا پلاوی د سرپرست حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره پرون کابل ته راغلی او ویل کېږي چې سبا ورځ به هم په کابل کې وي.