نامعلومو کسانو په ارزګان کې يو کس وژلی او تښېدلي

نامعلومو کسانو په ارزګان کې يو کس وژلی او تښېدلي


  • 1 کال دمخه (17/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 489

د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې يو کس د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی. 

د ارزګان امینه قوماندانۍ مسؤلینو ویلي، چې د عبدالخالق په نوم دا کس تېره شپه خپل کور ته نږدې وژل شوی.

مسؤلینو نه ده روښانه کړې چې دا کس چا، ولې او په څه ډول وژلی دی. 

سرچینې خبر ورکړی، چې د پېښې قاتلين تښتېدلي؛ خو دوی یې د نيولو هڅه کوي. 

دا پېښه په داسې حال کې پېښېږي، چې څو ورځې وړاندي هم په ارزګان کې يو عام کس وژل شوی و.