د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د بسپنې د کمېدو له کبله په روانه میلادي میاشت کې شاوخوا دوه میلیون افغانانو ته د خوړو رسولو پروګرام ځنډوي.
یاد سازمان نن په یوه بیان کې په افغانستان کې د ملګروملتونو د دې اړوندې ادارې د مشر له قوله ویلي، په دومره لږو سرچینو چې د خوړو نړیوال پروګرام ته پاتې دي ټولو هغو خلکو ته چې له سختې لوږې سره لاس ګرېوان دي، خواړه نه شي رسولی.
د بیان له مخې، دا په دې معنا ده چې د خوړو نړیوال پروګرام ۱۴ لکه نویو کسانو، میندو او د هغوی ماشومانو ته، د خوارځواکۍ د مخنیوي ځانګړي خواړه نه شي رسولی.
بیان زیاتوي، چې WFP په راروانو شپږو میاشتو کې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري څو ۲۱ میلیون افغان وګړو ته د ژوند ژغورنې لپاره اړین خواړه ورسوي.