ژباړن: محب الرحمان مالیار
کله چې لۀ هرات څخه راتلو، کندهار ته نږدې، مېرمنې مې، زما څخه هيله وکړه، چې د څو شېبو لپاره به زۀ خپله بُرقه/چادري لرې کړم. نۀ پوهېدم؟ څه علت يا وجه وه، مګر د موټر لۀ داخلي فشار اؤ ګرمۍ څخه چې د موټر دننه وو، شکايت وکړ.
ما هېڅ ونۀ ويل، اؤ بېخي مې ورته توجه ونۀکړه، مېرمنه مې تاکيد کاوه، چې ساه مې بندېږي.
زموږ ترشاه، اؤ خواﺀ کې مو ډېر ږيرور خلک ناست ول، چې پۀدې دومره اوږده لاره کې هېڅ يؤ يې هم خپلې مېرمنې سره نۀ غږېده، داسې غلي ول اؤ خاموشي وه، لکه څوک چې بېخي ددې سړيانو ترڅنګ نۀوي.
ټولې ناستې ښځې، د خپلو مېړونو، فرمانبردارې وې. دغه مېرمنې، تر بل هر رقم ژؤندي مخلوقاتو اؤ څاکښو غلي اؤ خاموشه ول. ما مې خپلې مېرمنې ته وويل: دا هېڅ ښۀ کار نۀ دى، چې تۀ خپله چادري لرې کړې، هېڅ بله ښځه دا کار نۀکوي چې خپله بُرقه د موټر دننه لرې کړي، يا هم مخ لۀ چادرۍ لوڅ کړي.
مېرمنې مې وويل: فقط لږې اوبه څښم، حالت مې ښۀ نۀدى. زۀ يې غوږ ته ورنږدې شوم، ورته مې وويل: څو څاڅکي اوبه هېڅ بهانه نشي جوړېداى، چې تۀ خپل مخ د موټر دننه خلکو ته ښکاره کړې. نور هر رقم حالت اؤ درد چې د چادرۍ لاندې زما مېرمنې تېرؤله، ما جواب نۀ ورکاوه. موږ مونځ ته ښکته شوو، لمونځونه مو وکړه، لۀ ډېرو ښارونو تېر شو، خو مېرمنه مې نور هېڅ څۀ ونۀ ويل. ډېر مزل مو وکه، مېرمنه مې بيا هېڅ د اوبو غوښتنه ونۀکړه. بالآخره کابل ته ورسېدو، شپې تياره وه، ټول خلک لۀ موټر ښکته شول، زه هم پورته شوم چې لۀ موټر ښکته شم، خو مېرمنه مې زما تر شاه رانغله، چې ومې ليده، سر يې د موټر شيشې ته تکيه کړى وو، پۀدې کار سره زما نوره غصه هم راغله، ورنږدې شوم، پۀ تُنده اؤ تريخه لحجه مې ورته وويل: لکه څې موټروان/ډرېوار دې خوښ شوى، ژر ښکته شه.
خو هېڅ عکس العمل يې ونۀ ښوده، ما فکر وکړ چې د چادري د نۀ لرې کولو پۀ وجې، کېداشي قهر اؤ غصه ورغلې وي، اؤ خپه به وي. بيا ورغلم، پۀ لاس سره مې ټکان ورکړ، چې ناڅاپه اؤ ډېر کلک پۀ څوکۍ ولوېده. ژر ژر مې ورته مخ لوڅ کړ، چادري مې ترې لرې کړه، چې ومې ليده، مخ يې سپين شوى و، ساه يې نۀ ويسته، اؤ مړۀ شوې وه.
زۀ تر آغې نۀ پوهېدم يؤه ښځه په دومره ساده-ګۍ اؤ بې وسۍ سره مړه کېږي.