ننګرهار کې یو ځوان د تبرګي په ګوزارونو خپل پلار وژلی

ننګرهار کې یو ځوان د تبرګي په ګوزارونو خپل پلار وژلی


  • 1 کال دمخه (13/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 461

د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې یو زوی د تبر په ګوزارونو خپل پلار وژل دی.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه تېره ورځ (د وږي ۲۱مه) د دره نور په «وایګل» کلي کې رامنځ ته شوې ده.

خبر پاڼه کې راغلي، چې قاتل له سیمې تښتېدلی؛ خو د نیولو هڅې یې روانې دي. 

سرچینې د دغې پېښې علت خپل‌منځي شخړه بللې ده. 

سرچینې ویلي، چې وژل شوی کس تاج محمد نومېږي، چې د خپل زوی له لوري د تبر په ګوزارونو سخت ټپي او وروسته یې د دره نور ولسوالۍ په روغتون کې ساه ورکړې ده.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د خپل‌منځي شخړو پېښې زیاتې شوې دي. 

دا ډول پېښې ډېر کله د کورني تاوریخوالي او فقر له امله رامنځ ته کېږي.