د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، یادو کډوال له قانوني اسنادو پرته په دغه سیمه کې اوسېدل.
د پاکستان د سند ایالت چارواکو ویلي چې د نیول شویو کسانو له ډلې یو شمېر یې افغانستان ته لېږل شوي او پاتې نور به هم ور ولېږل شي.
د سند ایالت د کورنیو چارو سرپرست ویلي، له پاکستان حکومت سره ۱.۴ میلیونه افغان کدوال ثبت دي او پر دوی سربېره چې هرڅوک وي، هغه به وېستل کېږي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په افغانستان کې اوسني سرپرست حکومت څو خله له پآکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې په دې برخه کې له زغم کار واخلي.
بل لورته په پاکستان کې یو شمېر سیاسي شنونکي هم په دې کار نیوکه کوي.