له پاکستانه د افغانانو د شتمنیو د را لېږدولو لپاره طرحه جوړېږي

له پاکستانه د افغانانو د شتمنیو د را لېږدولو لپاره طرحه جوړېږي


  • 1 کال دمخه (19/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 502

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وایي، چې پاکستاني چارواکو ورسره ژمنه کړې، چې د افغانانو د شتمنۍ په لېږدولو کې ور سره مرسته کوي.     

نور الدین عزیزي زیاتوي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې له افغان سفارت سره په دغې مسئلې کار کوي. 

د نوموړي په خبره، دا شتمني د لسو یا سلو کسانو نه ده، بلکې د ۱.۷ میلیونو افغانانو دي. 

د یادونې ده چې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر کړی او د دغه له چارواکو سره یې پر دوه اړخیزه سوداګرۍ خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، پاکستاني پولیسو په دغه هېواد کې د افغانانو د نیولو او ځورولو ترڅنک د دوی شتمني هم لوټلې ده.

له پاکستانه راستانه شوي افغانان هم وایي، چې په دغه هېواد کې ترې هر څه پاتې دي او یوازې د تن په جامو کې خپل هېواد ته را شړل شوي دي.