د خوړو نړیوال پروګرام وایي، له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو ډېر زیان افغان ماشومان پرې کوي.
یاد سازمان پرون د ماشوم نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، کډوالې کورنۍ په داسې وضعیت کې راستنېږي چې د استوګنې لپاره هېڅ ځای او سره هم نه لري.
د خوړو نړیوال پروګرام هیله څرګنده کړې، چې ماشومان خوندي او روغ، رمټ وي او هېڅکله په وږي نس ویده نه شي.
تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم په یوه راپور کې ویلي وو، چې له پاکستانه افغانستان ته په ستنو شویو کډوالو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په دغو کډوالو کې ۲۴ سلنه یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۴۸ سلنه یې ښځې دي.
په راپور کې راغلي، چې د دغو کډوالو ۶۰ سلنه یې له ۱۷ کلونو کم عمره ماشومان او تنکي ځوانان دي.