د ټرافیکي پېښې له کبله په بدخشان کې ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالي کي ټرافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د یادې ولسوالۍ ولسوال فضل الله حنیف ویلي، پېښه نن شنبه سهار د یادې ولسوالي په «کوتل سنده» سیمه کي د یوې پیکپ موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د حنیف په وینا، ټپيان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي، چې د درې تنو روغتیايي وضعیت نازک دی.
د یادونې ده چې د بدخشان اوسېدونکي تل له خرابو لارو شکایت کوي او وايي، ډېری وخت غرنیزې خرابې لارې په دغه ولایت کې د ټرافیکو پېښو د رامنځته کېدو سبب کېږي.