د چین هیواد د سوداګرو یو درې کسیزه پلاوی کندهار ته راغلی او دلته ئې د سوداګرۍ او پانګوني خوني له رئیس محمد صدیق مهمند سره په لیدنه کي ویلي چي، غواړي له کندهاره چین ته د انارو صادرات پیل کړي.
په دې لیدنه کي له چینایي پلاوي سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او له سوېلي حوزي څخه چین ته د صادراتو په اړه هم خبري سوي دي.
دا مهال د کندهار انار پاکستان، هند او قراقستان هیوادونو ته صادرېږي.
د یادي خوني مرستیال عبدالباقي بنا وايي، کندهاري انار د ښه خوند او ښه کیفیت درلودلو له امله په نورو هیوادونو کي ډېر مینوال لري چي، اوس ئې چین هم د صادرولو هڅي پیل کړي دي.
بل خوا سوداګر وايي، د انارو د صادراتو له پاره ئې په سیمه کي لوی مارکېټ پاکستان دی؛ خو پاکستان زیات وخت په کندهار کي د تازه مېوو د حاصلاتو په وخت کي پر سپین بولدک دروازه ستونزي جوړوي او د صادراتو له پاره د بدیلي لاري غوښتنه کوي.