د افغان سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر او اقتصادي مرستیال نن سه شنبه سرپل ولایت ته سفر کړی او د امو دریا د نفتو په حوزه کي ئې د اتو نوو څاګانو پرانستنه کړې ده.
په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي د پټرولیم وزارت سرپرست ویلي چي، په دې سره به د کیندل سوو څاګانو شمېر ۱۷ ورسېږي او د استخراج کچه به ئې په ورځني ډول ۸۰۰ متره مکعبه ته پورته سي.
د رسنیو مرکز د یاد وزیر په حواله لیکلي چي، په نژدې راتلونکي کي به ۱۰ نوري څاه ګاني هم وکیندل سي او د استخراج کچه به تر دې لا لوړه سي.
سرپرست وزیر همدارنګه ویلي چي، د دغې پروژې په پیل سره به څه باندي ۵۵۰ کسان په مستقیم ډول او ځیني نور به په غیر مستقیم ډول پر کار سي.