په ننګرهار کې د سیلابونو تازه جزیات


  • 7 مياشتي دمخه (16/07/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 121

په ننګرهار کې په راغلیو وروستیو سیلابونو کې د مرګ ژوبلې شمير ۳۸۷ کسانو ته ورسېد. 

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دوی تازه مالومات ښيي چې په یاد ولایت کې د راغلیو سیلابونو له امله ۳۴۷ تنه ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې زیات شمیر کورونه ړنګ شوي او تر څلوېښت تنو هېوادوالو په دغه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

زمان زیاتوي چې د پېښې د مړينې شمېر ممکن لا هم تغیر وکړي.