د راپورونو په اساس د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پر مجدل شمس باندې د حزب الله ډلې د برید په ځواب کې ویلي چې، اسرائیل غواړي د یوې پلان شوې سناریو په واسطه په غزه کې د خپلو روانو کړنو څخه د نړۍ نظر بلخوا منحرف کړي.
نوموړي له امریکا غوښتي چې اسرائیل دې د "نوې اور بلونې" څخه راوګرځوي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په مجدل شمس کې پر یو فوټبال میدان توغندیز برید شوی وو او اسرائیلو یې پړه پر حزب الله ډلې ور اچولې وه.
خو حزب الله ډلې بیا دا ادعا رد کړې ده.