روسیه د کورسک تر بېرته نېولو پورې؛ هیڅ ډول مذاکرات نه کوي

روسیه د کورسک تر بېرته نېولو پورې؛ هیڅ ډول مذاکرات نه کوي


  • 5 مياشتي دمخه (10/09/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 130

روسیه له اوکراین سره تر هغې هیڅ ډول مذاکرات نه کوي، تر څو چې د اوکراین پوځیان له کورسک وتلي نه وي.

 

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، تر څو چې اوکرایني پوځیان له خپلې اراضۍ ونه باسو؛ طبیعي ده چې هیڅ ډول مذاکرات هم نه کېږي. 

 

نوموړي ویلي چې اوکراین غوښتل ترڅو د کورسک د اټومې وسلو فابریکه ونیسي، خو خوشبختانه پلان یې کامیاب نشو.

 

د یادونې ده چې تردې وړاندې،  د روسیې ولسمشر ددغه هېواد د اټومي وسلو پر دوو فابرېکو برېدونه خطرناک ترورېزم بللی وو.