د بهرنیو چارو سرپرست له خپل روسي سیال سره پر دوه اړخېزو سیاسي او اقتصادي اړیکو غږېدلی دی.
د بهرنیو چارو مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل پر خپله ایکس پاڼه لېکلي، چې امیرخان متقي د مسکو فارمټ شپږمې ناستې په څنډه کې له سرګي لاوروف سره لېدلي او دواړه لوريو پر سیمه اېزو مسائلو خبرې کړې دي.
ښاغلي متقي د مسکو فارمټ د افغانستان لپاره مهم بللی او پر وینا یې دا فارمټ باید د افغانستان او سيمې هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پراختيا پر ميکانيزم بدل شي.
نوموړي له روسیې سره د ډېپلوماټيکو اړيکو د پراختیا غوښتنه وکړه او په وینا یې په وروستیو کې د سرپرست حکومت او نړۍ تر منځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.
بلخوا سرګي لاوروف یادونه کړې چې د افغانستان اړوند ناستو ته به د سرپرست حکومت د استازو بللو ته ادامه ورکړي.