پوتین ټرمپ ته؛ مذاکراتو ته تیار یو

پوتین ټرمپ ته؛ مذاکراتو ته تیار یو


  • 3 مياشتي دمخه (07/11/2024)
  • سمسور نیوز
  • 86

د روسیې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالېتوب مبارکي ورکړې ده. 

 

ولادېمیر پوتین د ټرمپ له برېالې کېدو وروسته په خپل لومړي ځل غبرګون کې ویلي، چې تیار دی څو د نوموړي له حکومت سره مذاکرات وکړي. 

 

پوتین د ټرمپ د وژنې د ناکام برید پر مهال د نوموړي عکس العمل زړاورانه کار بللی.

 

نوموړي همداراز زیاته کړې چې له دې فرصت په ګټه اخېستنې په ټاکنو کې د هغه د ټاکل کېدو په پار مبارکې ورته وایي.

#SamsoorNews