مکسېکو کې پر یوې میخانې برید شوی

مکسېکو کې پر یوې میخانې برید شوی


  • 3 مياشتي دمخه (10/11/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 125

مکسېکو په کورتارو ښار کې پر یوې میخانې وسلوال برید شوی. 

 

د فرانسې خبري رسنۍ د راپور له مخې وسلوالو پرون شنبه پر دغه میخانې برید کړی او ۱۷ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې. 

 

راپور کې راغلي چې په دغه برید کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

 

امنیتي چارواکو ویلي چې برید کوونکي څلور کسان وو او له ډلې یې تردې دمه یو کس نېول شوی دی.

#SamsoorNews