پښتونخوا کې د مانکي پاکس یوه بله مثبته پېښه ثبت شوې

پښتونخوا کې د مانکي پاکس یوه بله مثبته پېښه ثبت شوې


  • 2 مياشتي دمخه (01/12/2024)
  • سمسور نیوز
  • 164

د پښتونخوا روغتیايي چارواکو د مانکي پاکس ناروغۍ (MPOX) د شپږمې پېښې ثبتېدو خبر ورکړی دی. 

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، یو ۳۵ کلن سړی چې له کوېټ څخه د خیبر پښتونخوا لکی مروت سیمې ته ستون شوی، په دې ویروس اخته شوی دی.

روغتیايي چارواکو ویلي چې دغه ناروغ د پېښور په هوايي ډګر کې پېژندل شوی او دا مهال تر درملنې لاندې دی.

تر دې مخکې هم په پاکستان کې پنځه کسان په مانکي پاکس اخته شوي وو، چې ډېری یې له عربي هېوادونو پاکستان ته ستانه شوي وو.

د یادونې وړ ده چې د نړۍ په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د مانکي پاکس د خپرېدو او د پېښو له زیاتېدو وروسته یې، د روغتیا نړیوال سازمان دغه ناروغي یو نړیوال بېړنی حالت اعلان کړ.