د امربالمعروف محتسيبینو په غزنې کې د یوې اجباري نکاح مخه نېولې ده.
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایاتو اورېدو وزارت پر خپله ایکس پاڼه لېکلي چې په غزني کې د دوی محتسيبينو له یو بوډا سره د ځوانې انجلۍ له خوښې پرته د هغې د واده مخه نېولې ده.
یاد وزارت زیاته کړې چې واده کول د اسلام له نظره یو مقدس تړون دی، خو يو شمېر کلتوري مسائل ددې باعث شوي، چې د انجلۍ له خوښې پرته هغه په زور واده کړل شي.