میدان وردګ کې ۸ کسان ژوبل سوي

میدان وردګ کې ۸ کسان ژوبل سوي


  • 2 مياشتي دمخه (16/12/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 87

د میدان وردګ ولایت د امنیې قومندانۍ مسئولینو د یاد ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې د اتو کسانو د ژوبل کېدو خبر ورکړی دی. 

یادي قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا ترافیکي پېښه نن سهار په اسماعیل خېل سیمه کې د کابل- بامیان پر لویه لاره د یوه فلانکوچ او یوې مازدا د ټکر په نتېجه کې رامنځته شوې او د رامنځته کېدو لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې ده. 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ژوبلو شویو کسانو کې دوې مېرمنې هم شاملې دي او د درملنې په موخه د یاد ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي. 

دا پېښه تر هغه وروسته رامنځته شوه، چې تېره ورځ سهار د هلمند ولایت په باباجي ولسوالۍ کې هم یو موټر بغرا ویالې ولوېد او دوو مېرمنو په ګډون شپږ کسان پکښې ووژل شول.