د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا کاناډا د امریکا یو ایالت بللی دی.
ټرمپ د کاناډا له لومړي وزیر جسټن ټروډو سره له لېدو وروسته دا څوویم ځل دی چې کاناډا د امریکا ۵۱م ایالت ګڼي.
ټرمپ ویلي چې هیڅوک دا ځواب نشي ویلی، چې امریکا ولې کاناډا ته په دوستانه ډول هر کال له سلو میلیونو زیات ډالر ورکوي، نوموړي زیاته کړې چې زیاتره کاناډا میشتي غواړي څو د امریکا ۵۱م ایالت دې واوسي.
ټرمپ په کنایه ګره لهجه جسټن ټروډو د امریکا د ۵۱م ایالت والي بللی دی.