د فاریاب ولایت د امنیې قومندانۍ مسئولین وايي، پرون شپه د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه نجلۍ وژل شوې او د دوو مېرمنو په ګډون ۱۰ تنه نور ژوبل شوي دي.
د یادې قومندانۍ ویاند سمسور نیوز ته ویلي، چې دا ترافیکي پېښه د یادې ولسوالۍ په شیخه سیمه کې د دوو مسافر وړونکو موټرانو د ټکر په نتېجه کې رامنځته شوې او ژوبل شوي کسان د درملنې مرکز ته لېږدول شوي دي.
هغه د یادې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې او زیاتوي، چې له ډلې یې یو موټر چلوونکی نیول شوی دی.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې، تېره جمعه د کابل- جلال آباد پر لویه لاره هم د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.