افغاني سرې میاشت ټولنې خبر ورکړی، چې ۱۸ تنه پر سوري زړه ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په موخه روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
یادي ټولنې پر خپله ویب پاڼه لیکلي، چې د دغو ماشومانو درملنه به په کابل کې په څلورو روغتونونو کې وشي او ټول لګښت به یې د دوی لخوا ورکول شي.
دا خبر داسې مهال ورکول شوی، چې تېره سه شنبه هم یادې ټولنې پر همدې ناروغۍ اخته ۴۰ تنه ماشومان د درملنې په موخه په کابل کې اوو روغتونونو ته وروپېژندل.