له پاکستاني زندانونو څخه ۵۴ تنه افغانان خوشې شوي

له پاکستاني زندانونو څخه ۵۴ تنه افغانان خوشې شوي


  • 1 مياشت دمخه (06/01/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 105

د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو څخه ۵۴ تنه افغانان آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه دفتر نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د دغو کسانو له جملې زیاترو یې په یاد هېواد کې د اوسېدو اسناد هم لرل؛ خو د هغه سره- سره بیا هم د پاکستاني پولیسو لخوا نېول شوي وو او له یوې څخه تر دوو میاشتو پورې په زندان کې وو.

د یاد دفتر په وینا، له دغو کسانو سره د تورخم له لارې تر راستنېدو وروسته د کډوالۍ نړیوال سازمان  او د ملګرو ملتونو د کډوالو لويې کمېشنرۍ لخوا مرستې هم شوي دي.

دا کسان داسې مهال له پاکستاني زندانونو څخه خوشې شوي، چې تېره اونۍ هم د یاد هېواد له زندانونو څخه ۵۴ تنه افغانان آزاد او هېواد ته راستانه شول.