تېر کال په افغانستان کې د کولرا له کبله ۸۸ کسان مړه شوي

تېر کال په افغانستان کې د کولرا له کبله ۸۸ کسان مړه شوي


  • 3 اونۍ دمخه (25/01/2025)
  • سمسور نیوز
  • 48

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، تېر ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د کولرا له کبله ۸۸ کسان مړه شوي دي.  

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، د تېر کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ډسمبر تر پایه په افغانستان کې ۱۷۵زره ۲۶۲ کسان په کولرا اخته شوي دي.

سرچینه زیاتوي، یوازې په ډسمبر میاشت کې په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ ۷زره ۶۶۸ پېښې ثبت شوې، چې له ډلې یې درې تنه مړه شوي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان جنګ جګړې، د اقليمي بدلون له کبله رامنځته شوې طبيعي پېښې، په ځانګړې توګه سېلابونه د کولرا د خپرېدو اصلي لاملونه بللي دي.

د یادونې وړ ده چې کولرا د کولمو يوه جدي ناروغي ده چې د اسهال او کانګې لامل کېږي.

روغتیا پالان د ناپاکو اوبو استعمال په دې ناروغۍ د اخته کسانو اصلي لامل بولي.