د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان جنرال کونسلګرۍ چارواکو خبر ورکړی، چې د راحیلې په نوم یوه افغانه مېرمن، د هغې یو ماشوم او د هغې مېړه یې له بند څخه آزاد کړي دي.
په یاده کونسلګري کې افغان کونسل عبدالجبار تخاري په یوه ویډيو کې ویلي، چې هغوی یې تېره ورځ تر د دوی په هڅو تر خوشې کولو وروسته د چمن له لارې افغانستان ته لېږلي دي.
د هغه په وینا، راحیله او کورنۍ یې له تېرو دوو کلونو راهیسې د یاد هېواد په جلا- جلا زندانونو کې د نشه توکو او په یاد هېواد کې د اوسېدو د اسنادو نه لرلو په تور بندیان وو.
تخاري همدارنګه ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې د سند له زندانونو څخه د ماشومانو او کوچنیانو په ګډون څلور زره او ۲۶۸ تنه افغان آزاد کړي او ۳۵ تنه نور افغانان هم د سند په زندانونو کې بندیان دي، چې دوی یې د آزادولو هڅې کوي.