د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان کال په مرغومې میاشت کې د ۴۳ مېرمنو په ګډون، ۱زرو ۳۱۶ بهرنیو اتباعو افغانستان ته سفر کړی دی.
د یادې ادارې له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې له دې ډلې ۱زرو ۲۹۶ تنه د ځمکې او ۲۰ نور د هوا له لارې افغانستان ته راغلي دي.
سرچینه زیاتوي، د یادو کسانو له منځه ۱۹۹ تنو د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدو او پاتې نورو د کار لپاره سفر کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې ځینو هېوادونو له خپلو اتباعو غوښتي، چې افغانستان ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي.
خو اسلامي امارت په وار، وار ویلي، چې په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ دی او د نورو هېوادونو وګړي کولای شي له اندېښنې پرته، افغانستان ته سفر وکړي.