په ځینو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

په ځینو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي


  • 3 اونۍ دمخه (25/01/2025)
  • سمسور نیوز
  • 51

روانه اوونۍ د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د پولیو (ګوزڼ) ضد واکسین کمپاین پیلېږي.

د پولیو د له‌منځه وړولو بېړني عملیاتي مرکر د نورو جزیاتو له ورکولو پرته ویلي، چې دا کمپاین به د دوشنبې په ورځ پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال په افغانستان کې د پولیو هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

خو د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې بیا سږ کال تر ۷۰ زیات ماشومان په یادې ناروغۍ اخته شوي دي. 

د یادونې وړ ده چې افغانستان او پاکستان یوازېني دوه هېوادونه دي چې لاهم په‌کې پولیو په بشپړه توګه نه‌ده محوه شوې.