د هوکړې له مخې؛ څلور نورې اسرائیلیانې خوشې شوې

د هوکړې له مخې؛ څلور نورې اسرائیلیانې خوشې شوې


  • 3 اونۍ دمخه (25/01/2025)
  • سمسور نیوز
  • 52

حماس له اسرائیل سره د برمته شویو او بندیانو په دویمه تبادله کې څلور اسرائیلۍ پوځیانې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته وسپارلې.

بلخوا د اسرائیل پوځ ویلي، چې خوشې پوځیانې تل‌آبیب ته رسېدلې او له کورنیو سره یو ځای شوې دي. 

 د رویټرز د راپور له مخې، تمه ده، اسرائیل هم نن دوه سوه فلسطیني بندیان آزاد کړي.